Afghanistan Information. Please click here
Home

Pashto Sprichworte:

Hier ist eine Sammlung von Pashto Sprichworte und Redewendungen. Die Sprichwoerter sind ein wertvolles folkloristisches Erbe das von einer Generation zu naechsten weiter geben wird. Da die Sprichwoerter ein angenehmes und interessantes Unterhaltungsklima verbreiten, nennen die Afghanen sie “Marghalerre =Perlen”. Die Sammlung waechst immer weiter. Momentan versuche ich die Sammlung in Paschtosprache zu erweitern und zu ergaenzen. Demnaechst werde ich die Matalona (Sprichwoerter) in die deutsche Sprach übersetzen.
 

Der Text auf diese Seite ist auf Pashto Sprache geschrieben. Um den Inhalt diese und andere Pashto Seiten betrachten zu koennen, benoetigen Sie Pashto Schriftart , die finden Sie Hier

If you cannot view Pashto on this site then download Pashto font. After download install it and then revisit this page.
download now
 

تاسو کولاې شی  دی  را ټول شویو متلونو چاپی نسخه چی  د  (PDF)

په توګه دلته ځای په ځای شوی خپل کمپیوټر کوز کړی ،  نو دلته  زور وکړی

ا  ب   پ  ت  ټ   ث  ح  خ  چ  ځ  څ  د  ډ  ذ  ر  ړ  ز  ږ  ژ  س  ش

ښ  ص  ض  ط  ظ  ع  غ  ف  ق  ک  ګ  ل  لا  م  ن  ڼ  ی  ې  ۍ  ي

 

ا

 

اوبه په اوبو ګډیږی

اوبه په ډانګ نه بیلیږی

اجل چی راشی وخت نه غواړی

 

 

 

اول ځان پسی جهان

انسان ته خبره، خره ته لرګۍ

ب

 

بدبختی یواځی نه راځی

برخی ازلی دی نه په زور او نه په سیالی دی

 

 

 

بی کفنه ښه ، خو بی وطنه نه

بی زحمته راحت نشته ، که راحت در لره غواړی ،  زحمت درلره بوله

 

پ

 

پاک اوسه بی باک اوسه

پردی کټ  تر نیمی شپی وی

پردی غم تر واوری سوړ دی

پړ می کړه مړ می کړه

پوره ورک دی کړل دوه کوره

پلار ګټلی زوی ته آسانه ده

په پردی لاس مار مه وژنه

په خوو تلوار په بدو تاّمل

په ښه ورځ کی هر څوک دوست وی

 

 

 

په پچه وخوت کشمیر یی ولید

په درنو دروند، په سپکو سپک

په دوه ګوتو لمر نه پټیږی

په زور کلی نه کیږې

په هوا کی ماڼی نه جوړیږی

په یوه ګل نه پسرلی کیږې

په یوه سپاره دوړه نه خیږې

په یاری کی بنګړی ماتیږی

پیغله که توره هم وی، کور می تر ځار شه

 

                                     پیل ته                                       Nach oben

ت

 

توبی  کاږی اوږدی  یې کاږی

تر څو جی رښتیا راځی ، درغو به کلی وران کړی وی

تشه لاسه ته می دښمن یې

 

 

 

تللی وخت بیا نه راځې

ته له ما جار زه له تا جار

ټ

 

ج

 

جال یی چی وینی جال وان یی نه وینی

 

 

جومات ته نژدی له خدایه  لیری

ث

 

چ

 

چاړه که د سرو ده هسی نه چه د ځګر د منډو ده

چرګه نه ، چرګوړی یې بام ته وخاته

چی بد ګرځی بد به پرځی

چی څه کری هغه به ریبې

چی  و یې غواړی په خوله نو وبه یې خوری په څه

چی په آسانه یې ګټی، په آسانه یې بایلې

چی پیل ساتی، پیلخانی به جوړوۍ

چی جنګ سوړ شی، مریی تود شی

چی خان یې نو په یارانو یې، که یاران در سره نه وی، نو  خاوری د بیابان یې

چی چیری اوسی په مذهب به د هغو شی

چی د دوه و سره جګړه شی د دریم په کی ښه شی

چی رڼا دی وی له کوره ، ټول عالم پری رڼا پوله

 

 

 

چی سر نه وی ګودر نه وی، چی زر نه وی اختر نه وی

چی تیر شوه هغه هیر شوه، هوښیار نه ګرځی په تیرو پسی ډیر

چی نه لری سړې نه  کروت خوری نه غوړې

چی هر څومره هوښیار یې نادان وپوښته

چی هوګه یې نه وی خوړلی، له خولی یې بوی نه ځې

چی ډیر غوریږی ، هومره نه اوریږې

چی زه او ته راځی نو څه دی دی قاضی

چی کار په هغه کار، چی نه کار په هغه دی څه کار

چی سر نه وی کدر نه وی

چی نه کار هلته دی څه کار

چیرته چی میړونه وی هلته کورونه  وی

ح

 

خ

 

خه وکړه په دریاب یې لاهو کړه

خپل وطنه ګل وطنه

خپل ښایست را پوری غم شو

خپل عمل دی لاری مل دې

خپله ژبه هم کلاه ده هم بلا

خپله لاسه ګله لاسه

 

 

 

خدایه لوی می کړی لویې  را نه کړې

خط له ټکې پیل کیږی

خوله یې دی سوی شخوند وهی د اوښ

خوب چی راشی بالخت نه غواړې

خیال خو په ګړی ګړی  په تیره د بدرنګ سړی رنګ سړې

پیل ته                                       Nach oben

ځ

 

ځمکه هغه سره وی چی اور پری بل وی

 

 

څ

 

د

 

دا ګز دا میدان

د تربور غاښ په تربور ماتیږی 

د ښی  غوښی بده ښوروا وی

د  زورورو  اوبه  په  جګه  خیږې

د  دوه  رپیو  همدومره  ګوړه  ګیږې

د  زرو په  قدر  زرګر ښه  پوهیږې

د زړه،  زړه ته  لار ه  ده

دوست به  دی   وژوړوی  دښمن  به  دی  وخندوی

دوه به سره خپل شی که دریم په مینځ کی نه وی

د سوال  په  اوبو  ژرنده  نه ګرځی

د شګی  په  بند سیند نه  بندیږې

د  ښاره  واوځه  خو له  نرخه  مه

د  خره  مینه  لغته  ده

د خلکو زور د خدای  زور دی

د دوه  پیسو  شادی د لس  رپیوو ځنځیر یې یووړ

د شیدو سویې مستی پوه کوی   

د غریب ملا په آذان څوک روژه نه ماته وی

د صبر میوه په مرادپخیږی

 

 

 

د عادت بلا په بسم الله  نه ورکیږې

د غله په غره کی ځای نه شته

د لمدی خټی لږ اوبه پکار دی

د لوګری چی لوته زړه نه کیږی نو لور په لوټه اچوی

د مړی کیډی فارسی وایی

د مشرانو خبره د کاڼی کرخه ده

د  واده  او ګور شپه نه په کور کیږی

د ورغویې  تڼاکه  ملغلره  ده

د ړندو په ښار کی یو سترګی باچا وی

د کبر جن سر ټیټ وی

د دروغو مزل لنډ دی

درواغ د نا پوهه وزر دی

دروغجن حافظه نه لری

دروغجن  دی درواغ وایې، عاقل دی قیاس کوی

د میلمه میلمه بدی راځی د کوربه دواړه

دوست ته حال وایه دښمن ته لاپی وهه

دومره خه مکوه چی پری ستومانه شی

د یار د پاره هندو د غوا غوښی خوړلی دی

‌‌‌‌ذ

ډ

ر

ړ

ز

 

زور یې د ملخ لګیږی یې پر مخ

 

 

زمکه هغه سره وی چی اور پری بل وی

ژ

 

ژرنده که دی پلار ده هم په وار ده

 

 

ږ

 

پیل ته                                       Nach oben

س

 

ساده سړی خدای ساتی

سپی چه لیونی شی خپل خاوند هم خوری

سپور د پلی له حاله څه خبر

سترګی له سترګو شرمیږی

 

 

 

سل دی ومره خو یو دی نه

سل روپی پور کړه د اختر شپه په کور کړه

سل روپی پور کړه ځوی په بازار لوی کړه

ش

 

شپه که تیاره ده، مڼی په شمار دی

 

 

ښ

 

ص

ض

ط

ظ

ع

 

غ

 

غر که جګ دی په سر لاره لری

 

 

 

غر په غر نه ورزی خو سړی په سړی ورزی

ف

ق

ک

 

کار چی په سلا شی، بی بلا شی

کانړی به پوست نه شی او دښمن به دوست نه شی

که په تا باران وشی په ما به څاځکی پریوزی

که خس یم د تا بس یم

 

 

 

کوږ بار منزل ته نه رسیږی

که ما ویل چی ته یې، که تا ویل چی ته یې، هم به ته یی هم به زه یم

که ما ویل چی زه یم ، که تا ویل چی زه یم ، نه  به ته یی  نه به زه یم

ګ

 

ګوړه ګوړه وایه خوله به دی خوږه وی

 

 

ل

 

لاری ډیری دی خو د میړو لار یوه ده

لږ یی خوره تل یی خوره

لږ به خورم  هوسا به اوسم

لمر په دوو ګوتو نه پټیږی

له خالی لوښی لوی آواز خیږی

 

 

 

له ګیری یی اخی پر بریتو یی ږدی

له خوو نه خه له بدو واخه

له بیکاری نه بیګاری ښه دی

له یوه لاسه ټک نه خیږی

لیوه هغه میږه وړی چی له رمی جلا وی

لا

 

پیل ته                                       Nach oben

م

 

مات لاس غاړی ته ولیږی

مار چی څومره کوږ ځی خپل سوری کی سمیږی

مار یی لنډی  کړ خو مړ یی نه کړ

مار خوړلی له پړی ویریږی

مال خپل ساته ګاونډی غل مه نیسه

مساپری بده خواری ده

ملامت سترګی نه لری

مه ځه په هغه لار چی نه دی مور پری ځی نه پلار

 

 

 

مه می یاده وه  بد پلار ، چی یاد نکړمه ستا ښه پلار

مه کوه په چا چی وه به شی پر تا

موټی د خروار نمونه  ده

مور که لیوه هم شی خپل ځوی نه خوری

مه یی وهه په نوک چی وه دی نه وهی په څوک

موړ د وږی له حاله څه خبر

میلمه د کوربه سره نه جنګیږی

ن

 

ناپوه دومره په بل نه کوی لکه په څان

نارینه غرونه غرونه، ښځی اړمونه

 

 

 

نوم یی لوی کور یی وران

نیمچه ملا سړی کفر ته باسی

ڼ

 

و

 

وروری به کوو خو حساب تر مینځه

 

 

 

وريی او نوک نه جلاکیږی

ه

 

هرچا ته خپل وطن کشمیر دی

هر ځلیدونکی ته ملغمره مه وایه

هر څوک خپل شی ښاغلی ګڼی

هره ورځ اختر نه وی

 

 

 

هره ورځ د بلی مور ده

هیڅ ګل بی اغزی نشته

هوښیاران ټکی پسی نه ګرځی

ی

 

یا خپل کور یا خپل ګور

 

 

 

یو بام او دوه هوا

پیل ته                                       Nach oben

 

ا  ب   پ  ت  ټ   ث  ح  خ  چ  ځ  څ  د  ډ  ذ  ر  ړ  ز  ږ  ژ  س  ش

ښ  ص  ض  ط  ظ  ع  غ  ف  ق  ک  ګ  ل  لا  م  ن  ڼ  ی  ې  ۍ  ي

 

[Home] [Dari Proverbs] [Sprachfuehrer] [kalender] [adressen] [Disclaimer] [kabinettmitglieder] [Nationalhymne]

 © N. Niazi 2003 - 2013